Jump to content

د ارمينيا اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۲۰ز کال کې د ارمینیا اقتصاد په چټکۍ سره کم شو، ۵.۷٪ اندازه کمښت يې وليد، بنسټيز لامل يې د ارمینیا-اذربیجان جګړه وه. له بلې خوا، په ۲۰۱۹ز کال کې يې ۷.۶ سلنه وده وکړه چې د ۲۰۰۷ز کال راپدېخوا تر ټولو لویه وده وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۲ز کال او ۲۰۱۸ز کال تر منځ يې «جی ډي پي» ۴۰.۷٪ وده وکړه او د د شتمنيو او اعتبار د وړاندې کولو په څېر د بانکدارۍ مهم شاخصونه نږدې دوه برابره شول.[۱][۲][۳][۴]

کله چې د شوروي اتحاد یوه برخه وه، د ارمینیا اقتصاد په لویه پیمانه په صنعت-کیمیاوي، بریښنایی تولیداتو، ماشینونو، تصفيه شوي خواړه، مصنوعي ربړ او ټوکر باندې متمرکز و؛ دا په لوړه کچه په بهرنيو سرچینو پورې تړلی وو. ارمینیایی کانونه، مس، زنک، سره زر او سرپ تولیدوي. اکثره انرژي يې له روسیي د واردو شويو سون توکو څخه تولیدیږي، د ارمينيا د ميټسمور هستوي انرژۍ د کارخونې لپاره د ګازو او هستوي سون توکو په ګډون. د انرژۍ عمده داخلي سرچینه يې هایډروالیکټریک ده (له اوبو د برېښنا توليد). لږه اندازه د ډبرو سکاره، ګاز او پټرولو کانونه يې تر اوسه پر مخ تللي نه دي. [۵][۶]

د ارمينيا سخته سوداګريزه نا انډولۍ تر يو بريده د نړیوالو مرستو، په بهر کې د مېشتو ارمینیایانو د کار د تادیاتو او نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې په مټ حل شوې ده. د روسیې سره اقتصادي اړیکې تړلي پاتې دي، په ځانګړي ډول د انرژي په برخه کې.

پخواني دولت په نږدې کلونو کې د مالياتو او ادارې په برخه کې ځیني پرمختګونه کړي وو، خو د ارمينيا د جمهوري غوښتونکو ګوند د واکمنۍ په دوره کې د فساد ضد اقداماتو پلي کول ډیر ستونزمن وو. تمه ده چې د ۲۰۱۸ز کال ارمینیایی انقلاب وروسته به دا وضعيت بدلون وکړي.

ټولکتنه

[سمول]

د شوروي د مرکزي پلان تر سیستم لاندې، ارمینیا یو پرمختللی عصري صنعتي سکتور درلود چې ماشین الات، ټوکر، او نور تولید شوي توکي یې ملګرو جمهوریتونو ته د خامو موادو او انرژي په بدل کې عرضه کول. د ۱۹۹۱ز کال د دیسمبر په مياشت کې د روسیې د نفوذ راپدیخوا، ارمنیستان د شوروي د دورې د لویو کرنيزو صنعتي پرمختګونو څخه لیرې په کوچنۍ کچه کرنې ته مخه کړې. د کرنې سکتور یو اوږدمهاله پانګونې او نوې ټیکنالوژۍ ته اړتیا لري. ارمینیا ژر د ازادۍ د اعلانولو وروسته د پورونو په اخيستلو پيل وکړ. په ۲۰۰۰ز کال کې، د جي ډي په نسبت (د جی ډي پي ۴۹.۳ سلنه) ارمینیایی دولتي پور د دې تر ټولو لوړې کچې ته ورسید.[۷]

ارمینیا د خوړو واردونکی هېواد دی او د دې کاني زیرمې (سره زر او بکسایټ) کوچنۍ دي. له اذربایجان سره د ارمنیانو تر واک لاندې سیمې (چې د شوروي اذربایجان برخه وه) د ناګورنو کره باغ پر سر نښته او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي لارښوونکي اقتصادي سیسټم ماتیدو په اړه د ۱۹۹۰ز لسیزې په لومړیو کې د سخت اقتصادي زوال لامل وګرځېدل. د سیاسي نابرابرۍ او د جګړې د ګواښ له امله د ارمینیا اقتصاد د پرمختګ کولو کوم  فرصت نه درلود. په ۲۰۲۰ز  کال کې د نويو پوځي نښتو پر مهال دا ستونزه خپل اوج ته ورسیده. جګړې څلورڅلوېښت ورځې دوام وکړ چې د ۲۷ سیتمبر څخه تر ۱۰ نومبر پورې وه، او پایله یې د ارمینیایی اقتصاد لپاره تر ټولو نتاوړه حالات و. له جګړې وروسته د ارمینیا پور د جي ډي پي ۷۰٪ ته ورسیده چې اقتصاد یې لا کمزوری کړ. اقتصاد د کویډ-۱۹ وبا د اغیزو سره مخ شو.

نړيواله سيالي

[سمول]

د میراث بنسټ له خوا د اقتصادي ازادۍ د شاخص د ۲۰۲۰ز کال راپور کې، ارمینیا د «تر ډېره بريده ازاد» په توګه ډلبندي شوی او څلوردېرشمه شمېره ورکړل شوې، ديارلس درجې وده يې کړې او ټولو يورواسیايي اقتصادونو اتحاديې او د قبرص، بلغاريې، رومانيې، پولنډ، بلجيم، اسپانيې، فرانسې، پرتګال او ايتاليې په ګډون د اروپايي اتحاديې د ګڼو هېوادونو څخه مخکی دی. [۸][۹]

په ۲۰۱۹ز کال کې د فراسیر انستیتیوت له خوا د نړۍ د اقتصادي ازادۍ په چاپ شوي راپور کې ارمینیا د ۱۹۲ اقتصادونو له جملې څخه اوه ويشتم (زیاتره ازاد ډلبندي شوي) مقام تر لاسه کړ.[۱۰][۱۱]

په ۲۰۱۹ز کال کې د نړیوال رقابت شاخص په راپور کې ارمینیا د ۱۴۱ اقتصادونو څخه نهه شپېتم مقام تر لاسه کړ. [۱۲]

په ۲۰۲۰ز کال کې د سوداګرۍ کولو شاخص په راپور(د ۲۰۱۹ لپاره) کې ارمینیا اوه څلوېښتم مقام په فرعي-شاخص (سوداګرۍ شروع کولو) کې لسم مقام تر لاسه کړ.

په ۲۰۱۹ز کال کې د یو این ډي پي له خوا د بشري پرمختګ شاخص کې ارمینیا يو اتيايم مقام تر لاسه کړ او د «لوړ بشري پرمختګ» په ډله کې ډلبندي شو.

په ۲۰۲۱ز کال کې د روڼتيا نړیوال سازمان له خوا د فساد موندنې شاخص کې ارمینیا له ۱۷۹ هیوادونو څخه شپېتم ځای خپل کړ.

د معاصرې ارمینیا د اقتصاد تاریخ

[سمول]

د شلمې پیړۍ په پیل کې، د نن ورځې ارمینیا د مسو د يو شمېر کان کیندنو او «کاګناک» تولید سره یوه کرنیزه سیمه وه. د ۱۹۱۴ز کال څخه تر ۱۹۲۱ز کال پورې، قفقازي ارمینیا په خپل هیواد کې د شاوخوا ۱.۵ ملیونه ارمینیایانو د نسل وژنې سره مخ شوه، کوم چې په ښکاره توګه د ټولې بې وزلۍ او مالي سقوط سبب وګرځېد، کله چې د هغوی ټوله شمتني او ملکیتونه د ترکانو له خوا په زور واخیستل شول، د کوم پایله چې د ۱۰۵ کلونو څخه تر نن ورځې پورې بې حسابه دي، انقلاب، د ترکیې ارمنيا څخه د کډوالو راتګ، ناروغي، لوږه او اقتصادي بدبختي تر اوسه پاتې دي. یواځې په ۱۹۱۹ز کال کې ۲۰۰۰۰۰ خلک ووژل شول. په هغه نقطه کې، یواځې د امریکایي ژغورنې هڅو ارمینیا له پوره سقوط څخه وژغورله. په دې توګه، ارمینیا په سیمه کې یو له شتمنو قومي ډلو څخه یو له بې وزلۍ او قحط څخه رنځ لیدونکی هېواد شو. ارمينیان له یونانیانو وروسته په اناتولیا کې دویمه شتمنه قومي ډله وه، او دوی په پراخه کچه په خورا لوړ تولیدي سکتورونو لکه بانکداري، معمارۍ او سوداګرۍ کې ښکیل وو. همدارنګه، د ۱۹۱۵ز کال د اپرېل په میاشت کې د ارمینیا د پوهانو له ډله ییزې وژنې او د ټولو ارمنیایانو له نسل وژنې وروسته چې ټول ارمنیایان یې په نښه کړل، خلک او هیواد یې له منځه یوړ. نسل وژنه او بیا کمونیزم د هغه لوړ معيار مهارتونو د منځه تللو لامل دي چې ارمينيايانو درلودل.[۱۳][۱۴]

لومړی شوروي ارمینیایي دولت اقتصادي فعالیتونه په کلکه سره تنظیم کړل، ټول اقتصادي شرکتونه يې ملي کړل، د کروندګرو څخه يې د غلو غوښتنه کوله او د ډېريو خصوصي بازارونو د فعالیتونو مخه يې وننیوله. د دولتي واکمنۍ دا لومړۍ تجربه د ۱۹۲۱-۱۹۲۷ کلونو د شوروي مشر ولادیمیر لینن د نوې اقتصادي تګلارې په راتګ سره پای ته ورسېده. دې تګلارې د لویو تصدیو او بانکونو دولتي واک ته دوام ورکړ، خو بزګرانو کولای شول د دوی ډیری غله بازار ته وړاندې کړي او کوچنيو کاروبارونو فعاليت ته دوام ورکولای شو. په ارمینیا کې، د NEP کلونو د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د اقتصادي ناورین څخه یو څه رغونه وليده. په ۱۹۲۶ز کال کې په ارمینیا کې د کرنیز تولید کچه د هغې د جګړې دمخه کچې نږدې درې برخې ته رسیدلې وه. [۱۴]

د ۱۹۲۰ز لسیزې په پای کې، د سټالین رژیم NEP لغوه کړ او په ټولو اقتصادي فعالیتونو د مرکزي دولت د انحصار بنسټ یې بیا کیښود. له دې وروسته، د شوروي اقتصادي تګلارې موخه په ارمینیا کې دا وه چې یو لوی کرنيز او کلیوالي جمهوریت په صنعتي او ښاري جمهوریت بدل کړي. د نورو محدودیتونو تر څنګ، کروندګر اوس اړ شول چې خپل نږدې ټول حاصلات په ازاد بازار کې پر دولتي تدارکاتي ادارو وپلوري. له ۱۹۳۰ز لسیزې څخه د ۱۹۶۰ز لسیزې پورې، یوه صنعتي زیربنا جوړه شوه. د اوبو د بریښنا پر بندونو او کانالونو سربیره، سرکونه جوړ شول او د ګاز پایپ لاینونه د اذربایجان او روسیې څخه د تیلو او خوراکي توکو د راوړلو لپاره کیښودل شول.[۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. "Overview". World Bank (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-07.
  2. "2019թ.-ի համախառն ներքին արդյունքի (ՀՆԱ) ռամսյակային և տարեկան նախնական տվյալները" (PDF). Archived (PDF) from the original on 2022-10-09. نه اخيستل شوی November 9, 2021.
  3. "GDP growth (annual %) - Armenia | Data". data.worldbank.org. نه اخيستل شوی 2020-05-06.
  4. "ARKA: "Armenia's GDP has grown 40.7% over seven year and key banking indicators have almost doubled"". نه اخيستل شوی 25 May 2019.
  5. کينډۍ:Cite CIA World Factbook
  6. "Armenia - Energy Sector | export.gov". www.export.gov (په انګليسي). Archived from the original on 2019-09-13. نه اخيستل شوی 2019-07-08. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  7. Waaniewski, Krzysztof (2014). "Public Debt, Fiscal Decisions and Political Power". SSRN Electronic Journal. doi:10.2139/ssrn.2517967. ISSN 1556-5068. S2CID 152939493.
  8. "Heritage Index of Economic Freedom". The Heritage Foundation. Archived from the original on 20 July 2009. نه اخيستل شوی 22 July 2009.
  9. "Armenia Economy: Population, GDP, Inflation, Business, Trade, FDI, Corruption". www.heritage.org (په انګليسي). Archived from the original on 2021-08-28. نه اخيستل شوی 2019-10-24. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  10. "Economic Freedom of the World: 2018 Annual Report". Fraser Institute (په انګليسي). 2018-09-25. نه اخيستل شوی 2018-11-06.
  11. "You are being redirected..." www.fraserinstitute.org. نه اخيستل شوی 2019-10-24.
  12. "Global Competitiveness Report 2019". World Economic Forum. نه اخيستل شوی 2019-10-24.
  13. Matossian, Bedross Der (October 6, 2011). "The Taboo within the Taboo: The Fate of 'Armenian Capital' at the End of the Ottoman Empire". European Journal of Turkish Studies. Social Sciences on Contemporary Turkey. doi:10.4000/ejts.4411 – via journals.openedition.org.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ Curtis 1995، م. 42.